خیبرپښتونخوا،ټانک کې په پولیو کمپاین ټیم باندې برید، یو امنیتي ځواک اهلکار اووژل شو

فوټو: اې پي
باغي ټي وي رپورټ
دخيبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې دپوليو په ټيم بريد کې يو امنيتي اهلکار وژل شوى اؤ يو بل اهلکار په دي ترهګریز برید کې ژوبل شوى دى.
دپوليسو دسرچينو ترمخه نامعلومو موټر سائيکل سورو وسله والو په چهدرړ کلي کې دپوليو په امنيتي ټيم بريد کړى اؤ پوليس اؤ ايف سي اهلکار يې په نخښه کړي دي.
د سرچینو ترمخه د پيښي نه پس پوليس په گڼ شمير کښي ځائي ته رسيدلي او شهید او ژوبل اهلکار ی روغتون ته ورسول.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق تيره ورځ هم د جي ايچ کيو ټيم د پوليو چارواکو سره هم ددې سيمي دوره کړي وه او تيره ورځ هم د ټانک په ګڼه ګوڼه سيمه کښي يو څلور کلو ګرامه بم هم ترلاسه کړے شوي وو کوم چي بیان روسته ناکاره کړې شو.





