اروپايي ټولنې پر روسیې غږ کړی چې که پر اوکراین حمله وکړي بدې پایلې به ولري 

0
163

اروپايي ټولنې پر روسیې غږ کړی چې که پر اوکراین حمله وکړي بدې پایلې به ولري 

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ د روسیې له ولسمشر جوبایډن سره په خبرو کې نوموړي ته خبرداری ورکړی و، چې که روسیه وغواړي پر اوکراین برید وکړي، سخت اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.

 

(2021 / 12 / 11  نېټه باغي تلویزیون)

بشپړ راپور 

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو مشرانو روسیې ته خبرداری ورکړی، چې که پر اوکراین برید وکړي دغه هېواد به له سختو او بدو پایلو سره مخ شي.

روسیې ته دغه خبرداری د فرانسې ولسمشر، د ناټو عمومي منشي، د اروپايي کمېسیون مشرې او نورو اروپايي چارواکو ورکړی دی.

د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي، چې هېواد به یې له اوکراین سره د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

هغه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په خبرو کې هغه ډاډ ورکړی چې فرانسه به د اوکراین د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په خوندیتوب کې به مرسته کوي.

اړوند موضوعات: 

جوبایدن در گفتگو با پوتین درباره حمله به اوکراین هشدار داد

په ورته مهال د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین پرون د ډسمبر په ۱۰مه وویل که روسیه پر اوکراین برید وکړي نو درنه بیه به پرې کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ د روسیې له ولسمشر جوبایډن سره په خبرو کې نوموړي ته خبرداری ورکړی و، چې که روسیه وغواړي پر اوکراین برید وکړي، سخت اقتصادي بندیزونه به پرې ولګوي.

Leave a reply