د کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې دوی یو پخوانی افسر وژلی دی 

0
91

د کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې دوی یو پخوانی افسر وژلی دی 

د دغه وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ د نهمې امنیتي حوزې اړوند د پکتیا کوټ په سیمه کې شوې، چې په ترڅ کې یې څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

 

(2021 / 12 / 11   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا ا د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي وايي، په کابل کې یې د پخواني افسر سمونیار عبدالغفار هوتک په ګډون درې کسان پۀ یوه شخصي شخړه کې وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه تېره ورځ د نهمې امنیتي حوزې اړوند د پکتیا کوټ په سیمه کې شوې، چې په ترڅ کې یې څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو د ښاغلي هوتک په وژلو کې طالبان تورن کړي دي.

خو سعید خوستی دا تورونه ردوي او وایي، چې په افغانستان کې د بخښنې له اعلان راهیسې هیڅوک نه دي محاکمه شوي او نه هم وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په دې وروستیو کې ویلي چې طالبان خبر دي چې متحده ایالات د انتقامي وژنو او د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړو د جبري ورکیدو د راپورونو په اړه ژوره اندیښنه لري.

ښاغلي ویسټ په ټویټر کې لیکلي چې دوی له طالبانو غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی د بخښنې مکلفیت په بشپړ ډول پوره شوی دی.

د ښاغلي ویسټ له څرګندونو څو ساعته مخکې د بشري حقونو د څار سازمان په يوه راپور کې ويلي وو، چې طالبانو د افغانستان په څلورو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو تر سلو ډېر غړي پرته له دې چې محاکمه شي ورک کړي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې له غزني، هلمند، کندهار او کندوز څخه یې د څه باندې ۱۰۰ پوځيانو، پولیسو، د استخباراتو د کارکوونکو او ملېشو د وژل کېدو په اړه کره معلومات راټول کړي دي.

اړوند موضوعات: 

طالبان وايی چې هغو پخوانیو د اردو عسکرو ته په اسلامي اردو کې ځای ورکوو چې فساد کې نۀ ؤ ښکېل

د هیومن رایټس واچ په وینا، طالبانو د دې سازمان موندنو ته په ځواب کې ویلي چې دوی د سرغړونو عاملین له دندو ګوښه کړي، خو د دې ادعا د ثابتولو لپاره کوم شواهد وړاندې نه کړي.

 

Leave a reply