امریکايي الوتکې په داعش ډلې برید کړی

0
112

امریکایي الوتکې په داعش ډلې برید کړی

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې یاد برید یې د کابل هوايي ډګر د برید په طراح کړی دی.

 

(2021/ 8 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې ننګرهار ولایت کې یې د داعش ډلې په هغه کس برید کړی او وژلی یې دی چې د کابل هوايي ډګر باندې د برید طراح ؤ، دوی وايي چې یاد کس یې وژلی دی.

له سیمي عیني شاهدان وايي چې یاد برید د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې په یو کور شوی چې پنځه کسه پکې وژل شوي دي.

داعش جنګیالي افغانستان کې د امریکايي الوتکو له خوا هغه په نښه کېږي چې وړمه ورځ داعش ډلې د کابل په هوايي ډګر برید وکړ چې پایله کې یې تر دوه سوه شاوخوا ملکي وګړي او پنځلس امریکايي عسکر ووژل شول.

Leave a reply