د ازبکستان رئیس جمهور وايي چې طالبانو سره په اړیکه کې یم

0
97

د ازبکستان رئیس جمهور وايي چې طالبانو سره په اړیکه کې یم

د ازبکستان رئیس جمهور په تازه څرګندونو کې ویلي چې د خپل هېواد د ثبات لپاره طالبانو سره په اړیکه کې یو.

 

(2021/ 8 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایوف ویلي چې د خپل هېواد د ثبات لپاره طالبانو سره په اړیکه کې یو، نوموړي ویلي ازبکستان لېواله دی چې افغانستان کې نوي حکومت سره کار وکړې.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو سره یې د ازبکستان او افغانستان د پولې امنیت خوندي ساتلو په اړه هم خبرې کړي او په وینا یې طالبانو ډاډ ورکړی چې د دوی له خاورې به  ازبکستان ته هېڅ خطر نه وي متوجه.

ښاغلی میرزایوف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې طالبانو تازه ویلي چې دوی به ډیر ژر ګډ حکومت اعلان کړي.

 

Leave a reply