ناروې پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان ته نغدي بشري مرستې ولېږدوي 

0
91

ناروې پۀ نړۍواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان ته نغدي بشري مرستې ولېږدوي 

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مشر اکهیم سټینر سره په مرکه کې د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې د نړیوال بانک تمویلونکي به د دې لیږد منظوري ورکړي.

 

(2021 / 12 / 8   نېټه باغي ټلویزیون

بشپړ راپور 

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکین هویتفیلډ پر مرستندویانو غږ کړی چې له افغانستان سره د مرستې لپاره د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف ته د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د لېږد هوکړه ورکړي.

د نړیوال بانک پلاوي د افغانستان د بیارغونې له ۵،۱ میلیارده ډالرو څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د انتقال ملاتړ هم وکړ، چې د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته کنګل شوي وو.

افغانستان ته د پیسو لېږد باید د 31 تمویل کونکو هېوادونو له خوا تصویب شي.

د نړیوال بانک یوه ویاند ویلي، بسپنه ورکوونکو تېره جمعه غونډه وکړه او ټاکل شوې چې د یوې اونۍ په اوږدو کې د پیسو د لېږد په اړه پرېکړه وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مشر اکهیم سټینر سره په مرکه کې د دوشنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې د نړیوال بانک تمویلونکي به د دې لیږد منظوري ورکړي.

انیکن هیوتفیلډ وویل: «موږ تېره اوونۍ د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې او د ناټو هېوادونه مو هم وهڅول چې په افغانستان کې د بشپړ اقتصادي یا بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»

نړیوالې ټولنې د افغانستان د مخکیني حکومت له نسکوریدو وروسته مرستې وځنډولې چې له امله یې په هیواد کې اقتصادي ستونزې رامنځ ته شوې.

اچیم سټینر وویل: “که تاسو کافی خواړه ونلرئ، تاسو نشئ کولی خپلو ماشومانو ته تعلیم ورکړئ، تاسو د خپلې کورنۍ لپاره روغتیایی پاملرنه نشئ کولی، تاسو هلته د ژوند کولو لپاره هیڅ دلیل نلرئ، تاسو هڅه کوئ چې بل ځای ته لاړ شئ.”

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، راتلونکی کال به د افغانستان ۹۰ سلنه وګړي له فقر سره مخ شي.

د یاد پروګرام مشر وويل: “موږ تر راتلونکي کال پورې له يوه ستونزمن حالت سره مخ يو، ډېر افغانان د تسليمېدو په درشل کې دي.”

 

Leave a reply