قزاقستان کې د اور لګېدنې له امله ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
قزاقستان کې د اور لګېدنې له امله ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د قزاقستان په جنوبي ولایت کې د اور لګېدنې له امله پنځه تنه مړه او نوي تنه نور ټپیان شوي دي.
(2021 / 8 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
د قزاقستان په جنوبي ولایت ژامبیل کې په یوه پوځي اډه کې د اور لګېدو له امله، پنځه تنه مړه شو او ۹۰ نور ټپیان شوي دي. د قزاقستان د دفاع وزیر نورلان ایرمیکباییف ویلي، څلورو سرتېرو او د اطفایې یوه کارکوونکي هغه مهال خپل ژوند له لاس ورکړ چې هڅه یې کوله لګېدلی اور مړ کړي. تر اوسه د دغه اور د لګېدو علت نه دی څرګند، خو په دې پوځي اډه کې د ساختماني چارو لپاره چاودېدونکي مواد زېرمه شوي و. له دې اور لګېدنې سره په دې هېواد کې د دفاع وزیر د استعفا غوښتنې هم زیاتې شوې دي. نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې استعفا ته چمتو دی، خو نهایي پرېکړه به د دې هېواد ولسمشر کوي.