یوې نړۍوالې محکمې طالبان او داعش افغانستان کې پۀ تر ټولو ناوړه پېښو مسؤلې ګڼلې دي
یوې نړۍوالې محکمې طالبان او داعش افغانستان کې پۀ تر ټولو ناوړه پېښو مسؤلې ګڼلې دي
په ورته مهال د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې د بشري حقونو ډلو د کریم خان پر پرېکړې له کبله پر نوموړي انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې نوموړي د امریکایي ځواکونو په اړه څېړنې له پامه غورځولي او یوازې یې پر طالبانو او داعش یې تمرکز کړی دی.
(2021 / 12 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جرمونو نړیوالې محکمې یا هاګ څارنوال کریم خان ویلي، چې طالبانو او داعش ډلې په افغانستان کې تر ټولو ناوړه جرمونه ترسره کړي دي.
نوموړي پرون دوشنبې د ډسمبر په ۶مه نېټه د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیو هېوادونو په غونډه کې وویل، چې دغه پریکړهیې د هغو شواهدو پر بنسټ کړې ده چې د پيښو د عمق او اغیز ته په کتو د طالبانو او داعش خراسان ډلې لهخوا شوي دي.
ښاغلي کریم خان ټینګار کړی، چې دې موضوع ته باید لومړیتوب ورکړل شي او له قاضیانو یې غوښتي چې په دې اړه څېړنو ته اجازه ورکوي.
په ورته مهال د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې د بشري حقونو ډلو د کریم خان پر پرېکړې له کبله پر نوموړي انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې نوموړي د امریکایي ځواکونو په اړه څېړنې له پامه غورځولي او یوازې یې پر طالبانو او داعش یې تمرکز کړی دی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د دې محکمې له خوا په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو له خوا د ترسره شوېو جرمونو د ادعاوو په اړه څیړنې د واشنګټن سخت غبرګون را پارولی و چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره یې دې ته اړه کړې وه چې په مخکینۍ څارنوالې فاتو بنسودا بندیزونه ولګوي