په پیښور کې عام خلقو ته د کورونا ویکسین لګولو مهم دوام لري

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور او هم دغه شان ددې صوبې په بیله بیلو سیمو کې عام خلقو ته د کورونا ویکسین لګولو مهم ډیر په ښه طریقه روان دې او وسه پورې په زرګونو خلقو ته ددې په کور یا په کاروباري ځان کې د صحت محکمې د اهلکار له اړخه د کورونا ویکسین لګول شوي دي.
د پيښور ضلعي انتظاميي د ټولنیزو رسنیو رپورټ مطابق د ضلعي انتظامیه تر سيوري لاندي د صحت محکمي ټيمونه په بيلا بيلو سيمو او ټرانسپورټ اډو کښي خلقو ته د کورونا واکسين کوي۔
ياده دي وي چي د پيښور ضلعي انتظاميي تر څارني لاندي د پيښور په داخلو او خارجي لارو کښي د صحت محکمي ټيمونه ګمارلي شوي دي کوم چي په دې ځای هغه وګړو ته د کورونا ویکسین لګوي چا هم چا د کورونا ویکسین نه وي لګولي.






