په صوابۍ کې ښځینه امیدوارانې په بلدیاتي ټاکنو کې بغیر د مقابلې ټاکل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په صوابۍ ضلع کې په بلدیاتي ټاکنو کې ٧٩ ښځې بغیر د مقابله وټاکل شوې، په داسې حال کې چې د اقليتي څوکيو لپاره دوه کانديدان هم بغیر د مقابله کونسلران شول.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق دې ضلع کې ۱۶۰ د ګاونډیو او کلیو شوراګانې شتون لري، چې تر اوسه ۲۱ امیدواران په عمومي څوکیو، ۷۹ تنه د ښځو، ۳۹ تنه د کرونده ګرو او ۵۷ تنه د ځوانانو په څوکیو کې پرته له کوم مخالفت او مقابلې انتخاب شوي دي
د رپورټ مطابق اوس به یوازې د ښځو کونسل په ۹۹ څوکیو لپاره مقابله وشي.






