د سالنګونو د ساتنې ریاست وايي چې د سالنګ لویه لار یې د لویو موټر پر مخ تړلې ده 

0
195

د سالنګونو د ساتنې ریاست وايي چې د سالنګ لویه لار یې د لویو موټر پر مخ تړلې ده 

چارواکو له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي، چې له سالنګ څخه د تېرېدو پرمهال باید ټرافیکي مقررات په نظر کې ونیسي او له ځانه سره ژمني توکي ولري.

 

(2021 / 12 / 5  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د سالنګونو د ساتنې ریاست چارواکو ویلي، چې د سالنګ لویه لار د واورې او ورښتونو له کبله د لویو موټرو پرمخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې مسوول عبدالله عبید د وړاندوینې پر بنسټو د واورې ورښت به نن د یک‌شنبې ورځې تر پایه په شمالي او جنوبي سالنګ کې دوام وکړي.

چارواکو له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي، چې له سالنګ څخه د تېرېدو پرمهال باید ټرافیکي مقررات په نظر کې ونیسي او له ځانه سره ژمني توکي ولري.

ښاغلي عبید ویلي، د نوموړي په خبره، شمالي سالنګ کې ۲۰ سانتي متره او جنوبي سالنګ ۱۵ سانتي متره واوره ورېدلې ده.

Leave a reply