باغي ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان وئيلي دي چې په صوبه کښې سپورټس د هغه د حکومت له پيل راهسې په لومړيتوبونو کښې دے او په ملک کښې د موجوده انفراسټرکچر د بيا رغولو او ښه کولو لپاره د يوې مربوطې تګلارې لاندې کار کوي. د ځوانانو لپاره د سپورت په برخه کې د اړتیا وړ نورې ټولې اسانتیاوې او په ورزشي فعالیتونو کې د دوی د زیاتې برخې اخیستنې هڅول شوي دي ، د صوبايي حکومت ددې فعالو کوششونو او منصوبو له وجهې په صوبه کې په بیلا بیلو سیمو کې ورزشي فعالیتونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
وزیر اعلی خیبر پښتونخوا د دې خيالاتو څرګندونه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د سپورټ ودې په اړه د وېډيو لينك له لارې شوې غونډه كښې د ګډون په مهال وكړه۔ په غونډه کې د پاکستان سپورټس بورډ د اداري جوړښت د بیارغونې، له صوبو سره په مشوره د ملي سپورټ پالیسي د مسودې د نهايي کولو او نورو اړوندو مسایلو په اړه یو لړ مهمې پرېکړې وشوې او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې مهمې لارښوونې وکړې.
لوبې په معاشره کې مهم رول لوبوي، په صوبه کې د سپورټس په اړه ډیر ښه مثبت بدلون راغلې دې: محمود خان










Leave a Reply