واجدعلي د پاکستان بیډمنټ فیډریشن مشر وټاکل شو

د ټاکنې په دې مهمه غونډه کې د خیبرپښتونخوا له لوري اخترسول شینواری او ماریه اورکزۍ د غړیو په توګه ګډون وکړه

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پنجاب په مرکزۍ ښار لاهور کې د پاکستان بیډمنټن فیډریشن یوه مهمه غونډه د انتخاباتو عمومه غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د هیواد بیلا سیمو نه غړیو او مشرانو شرکت وکړو.

په دې مهمه انتخاباتی عمومي غونډه کې واجد علي چوهدري د پاکستان بیډمنټن فیډریشن (PBF) د صدر په توګه وټاکل شو، راجه اظهر محمود د سیکرټري جنرل په توګه وټاکل شو، دا غونډه پرون په ۴ دسمبر په لاهور کې ترسره شوه.
د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا صوبې نه هم په دې غونډه کې اختررسول شینواري او ماریه اورکزۍ ددې فیډریشن د غړیو په توګه ګډون وکړه.
…………………………………..