ملګرو ملتونو په کابل هوايي ډګر برید غندلی

0
82

ملګرو ملتونو په کابل هوايي ډګر برید غندلی

ملګرو ملتونو په کابل هوايي ډګر برید غندلی او یاد برید یې  د بشریت پر ضد ګڼلی دی.

 

(2021 / 8 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګتریش په کابل هوايي ډګر برید غندلی او دا برید یې ترهګریز برید ګڼلی.

ښاغلي ګتریش ویلي چې دا برید د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان کې لا هم امنیتي وضعت ندی جوړ، دۀ ویلي چې د هلته دې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وشي.

کتریشی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر ویلي ؤ چې افغانستان کې د دوی کارکوونکو ته هېڅ ډول امنیتي ګواښ ندی متوجه.

Leave a reply