طالبانو ویلي داعش ډله افغانستان کې ګواښ ندی

0
97

طالبان وايي چې داعش ډله افغانستان کې ګواښ ندی 

د طالبانو یوۀ غړي ویلي چې داعش ډله افغانستان کې نشته که وي هم ګواښ ندی.

 

(2021 / 8 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)

د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ویلي چې داعش ډله افغانستان کې شتون نلري، که وي هم ګواښ ندی، د ښاغلي کریمي په وینا داعش د تېرې شپې برید هغه سیمه کې کړی چې امنیت یې د امریکایانو په لاس کې ؤ، دۀ ویلي د داعش فعالیت به د بهرنیو عکسرو له وتلو وروسته صفر شي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ځینو استخباراتي هېوادونو په افغانستان کې د داعش د پیاوړي کېدو خبر ورکړی دی.

Leave a reply