میدان وردګ – د علیپور وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

0
87

میدان وردګ – د علیپور وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالبانو ویلي چې تېره شپه یې د خپل سرو وسلوالو قومندان عليپور پر ضد عملیات کړي.

 

(2021/ 8 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)

میدان وردګو کې، د طالبانو له خوا د علیپور نامسوله وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې، یوه اندازه مهمات او نقلیه وسایط ترې تر لاسه شوي.
باختر اژانس وایي تېره شپه، په میدان وردګو ولایت، بهسود دو ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د غیر مسوله وسلوال علیپور پر ضد عملیات په لاره اچول شوي وو؛ په پایله کې علیپور په تېښته بریالی شو، ۴ تنه یې وژل شوي، ۴ تنه په زخمي حالت کې نيول شوي؛ ۷ میله دهشکه، ۱ میل زیکويک، ۱ میل هشتاد دو، ۱ میل هفتاد پنج، ۳ میله کلاشینکوف، ۶ عرادې موټر، ۵ موټرسایکله ترې تر لاسه شوي او ۶ عرادې موټر یې تخریب شويدی.

د امنیه قومندانۍ په وینا، مجاهدینو ته زیان نه دی اوښتی، خو د دښمن له خوا د تسلیمۍ پیغام تر لاسه شوی، هڅه کېږي، ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

د امنیتي مسولینو په وینا، تر دې دمه په ولایت او ولسوالیو کې وضعیت د ډاډ وړ دی او کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

Leave a reply