په افغانستان کې به ۲ کروړه او ۴۰ لکه افغان وګړو ته د مرستو اړتیا وي: د ملګري ملتونو رپورټ

0
161

باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې په راروان کال کې به په افغانستان کې ۲ کروړه او ۴۰ لکه افغان وګړو ته د مرستو اړتیا وي چې په دې هیواد کې د یو انساني بحران مخه ونیول شي.

د چين خبر رسنې ادارې تېره ورځ په جنيوا كښې د نړيوالې بشري همدردۍ جاج اخستلو 2022 په اړه رپورټ كښې وئيلي دي چې افغانستان د نړۍ تر ټولو لويې هنګامي صورتحال سره مخ هېواد كښې يو دے چرته چې به د راروان كال په مهال 2 كروړه 40 لكه كسانو له مرستې ته اړټيا وي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق ، د ملګري ملتونو اداره وایی چې د تېرو 7 ورځو په مهال څلورو صوبو بد خشاں٬بغلان٬تخار او پروان كښې دوه لكه 80 زره كسانو له غذائي څيزونه٬د روانې اونۍ په مهال پايه تخت كابل٬غور ولايت او پروان ولايت كښې 20 زره كسانو له د مرستې روپۍ او نور سامان وركړې شوې دې.
اداره زیاتوني چې دغسې به په راتلونكو ورځو كښې به مشرانو وګړو٬مېرمنو او معذوره كسانو پشمول 15 زره كسانو له انساني مرسته وركولې شي۔د ملګرو ملتونو دفتر ووئيل ستمبر نه تر دسمبر مياشت په مهال افغانستان لپاره د 606 ملين ډالره فنډ ته اړتيا ده.

Leave a reply