طالبانو کابل هوايي ډګر ته تللې لارې تړلې دي

0
94

طالبانو کابل هوايي ډګر ته تللې لارې تړلې دي

طالبانو کابل هوايي ډګر ته ټولې تللې لارې تړلي، او هېچاته اجازه نه ورکوي چې یاد هوايي ډګر ته دننه شي.

 

(2021 / 8 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)

وروسته تر هغه چې تېره شپه د کابل په هوايي ډګر برید وشو تو پړه یې داعش ډلې پر غاړه واخسته، طالبانو د هوايي ډګر ټولې لارې د خلکو او موټرو پر مخ وتړلې، یاده ډله هغو خلکو ته هم اجازه نه ورکوي چې د سفارت بسونو کې وي او د سفارت له خوا ورته ایمیل یا هم ټلفون شوی وي.

طالبان وايي د خلکو ګڼه ګوڼه او د غیر قانوني خلکو هجوم د دې لامل شوی چې د تېرې شپې برید کې ډیر کسان ووژل شي.

طالبان دغه لارې داسې مهال د خلکو پر مخ تړي چې د امریکا سفارت د نورو بریدونو خبر هم ورکړی دی.

Leave a reply