کابل کې د تېرې شپې برید کې سل کسه وژل شوي

0
97

کابل کې د تېرې شپې برید له امله سل کسه وژل شوي

روغتیایي چارواکي وايي چې تر دې دمه روغتونو ته سل وژل شوي او ۱۵۰ ټپیان وروړل شوي.

 

(2021 / 8 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)

د کابل هوايي ډګر باندې تېره شپه خونړی برید وشو، د یاد  برید مسؤلیت داعش ډلې منلی، روغتیایي چارواکي وايي چې تر دې دمه روغتونو ته د سل وژل شویو کسانو جسدونه او ۱۵۰ ټپیان وروړل  شوي دي.

یاد برید د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او ملګرو ملتونه غندلی دی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغه برید هغه ځای کې ترسره شوی د کوم ځای د امنیت مسؤلیت چې د امریکايي عسکرو په غاړه ؤ.

Leave a reply