له کمال خان بند د اوبو خوشې کېدو خبرې حقیقت نلري
له کمال خان بند نه اوبو خوشې کېدلو خبرې حقیقت نلري
د اوبو چارو د تنظیم ادارې هغه خبرې بې بنسټه ګڼلې چې د کمال خان بند اوبه دې خوشې کړل شوي وي.
(2021/ 8 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره وايي، له کمال خان بند څخه اوبو خوشي کېدو په اړه اوازې حقیقت نلري.
یادې ادارې نن جمعه اګست۲۷ (وږې پنځمه) ویلي چې افغانستان روان کال له سختې وچکالۍ سره مخ دی او په خبره یې په کمال خان بند کې په هغه اندازه اوبه شتون نلري.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ویلي: “په دې ورستيو څو ورځو کې په ځينو خواله رسنیو کې ویل کیږئ چې د کمال خان بند اوبه خوشې شوي دي، دا خبر په مطلق ډول دروغ ده، او دا کال یو د سخترینو وچو کلنو څخه دی چې په کمال خان بند کې په هغه اندازه اوبه وجود نلري.”
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د کمال خان اوبو بند خوشي کېدو ویډیو خپره شوه.