د نړۍ یو شمېر هېوادونو افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو ډاډ ورکړی دی 

0
199

 د نړۍ یو شمېر هېوادونو افغانستان سره د بشر دوستانه مرستو ډاډ ورکړی دی 

د بلخي په خبره په دې لیدنه کې، د کاناډا، جرمني، نیوزلنډ، فنلنډ، هسپانیې، اروپايي ټولنې، ایټالیا، سویډن، اسټرالیا، امریکا، انګلنډ، جاپان، ناروې او نورو هېوادونو استازو ګډون کړی و.

 

(2021 / 12 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

  نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

  د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې نن د شپاړسو هېوادونو استازو او نوماند سفیرانو په دوحه کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي.

  بلخي وايي چې د یادو هېوادونو سفیرانو په امنیتي او سیاسي برخه کې د افغانستان وروستي پرمختګونه ستایلي او د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.

اړوند موضوعات: 

جاپان لۀ افغانستان سره پۀ بشر دوستانه مرستو او د اړیکو پۀ پراخوالي ټینګار کړی

افغان لوري بیا له دوی غوښتي چې بېرته په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي، دیپلوماتیکي اړیکې پراخې کړي، د بشردوستانه مرستو لپاره لاس په کار شي او په هېواد کې روان وضعیت له نږدې وګوري.

  د بلخي په خبره په دې لیدنه کې، د کاناډا، جرمني، نیوزلنډ، فنلنډ، هسپانیې، اروپايي ټولنې، ایټالیا، سویډن، اسټرالیا، امریکا، انګلنډ، جاپان، ناروې او نورو هېوادونو استازو ګډون کړی و.

Leave a reply