په انګور اډه دروازه افغان مسافرو لپاره اسانتیاوي پیدا شوي دي: پاکستاني چارواکي

0
91

باغي ټي وي رپورټ
کمشنر ډيره ډويژن عامر لطيف، ډي سي جنوبي وزيرستان خالد اقبال او ډي پي او خانزيب د پاک افغان بارډر جنوبي وزیرستان انګوره اډه دوره وکړه او په دې پوله مقرر د انتظامیه او منیجمنټ اهلکارو سره ئي د ګيټ او نورو انتظامي چارو په اړه خبري وکړې.

د یو ځای خبریال د رپورټ مطابق کمشنر ډيره امير لطيف په پوله د انتظاماتو په اړه مطمين شوے دے۔
ډي سي خالد اقبال ميډيا سره خبرو کښې اوویل چې په د پولې په اوږدو کښې د پاکستاني قبائلو او افغان وروڼو ستونزې نه غواړی چې اوویني،هغه زیاته کړه چې به پوله به افغانیانو او پاکستاني دواړو هیوادونو مسافرو ته اسانیاوي نور هم زیاتي کړي.
هغوی د پولې په انتظامی چارواکو غږ وکړو چې افغان مساغر ته نورې اسانتیاوې هم ورکړي چې دوی په آسانه پاکستان او واپس افغانستان ته سفر وکړي. د جنوبي وزيرستان ډي پي او خانزيب وئيلي دي چې د انګور اډې پوليس شپه او ورځ د خلقو د حفاظت لپاره تيار چمتو ولاړ وی او ددوی خدمت کوي.
د ځایی خبریال مطابق د پوليسو انچارج پهلوان دوتاني او د هغه بل دوست اهلکار محمد په دې موقع د چارواکو د حفاظت لپاره چمتو انتظامات کړې وو.

Leave a reply