واجدسټار ایګل د لنډیکوتل لاینز فټ بال کلب ته ماتې ورکړې

0
38

باغي ټي وي رپورټ
د خيبر فټبال ليګ ټورنامنټ دويم سيمي فائنل ميچ د واجد سټار ايګل او لنډي کوتل لائنز ترمينځه ولوبول شو، په دې مهمه مقابله کې واجد سټار ايګل لنډیکوتل لاینز ته ماتې ورکړه.

د فائنل مېچ په موقع خاص مېلمه د سماجي کارکن او سپورټس پروموټر معراج آفريدي وو کوم چې په ښه لوبه د فټ بال لوبغاړو له داد ورکړو.
د خيبر فټبال ليګ ټورنامنټ دويم سيمي فائنل ميچ کښي د سختي مقابلي نه پس د پنالټي ککس فيصله اوشوه چي پکښي د واجد سټار ايګل ټيم د لنډیکوتل فټ بال کلب نه وګټلو او د سیالیو د پای لوبې ته اووتلو.
له سيمي فاينل نه وروسته مشر میلمه او سماجی شخصیت معراج اپريدي وويل، چې بريا او ماتې د لوبې برخه ده، په داسې حال کې چې د نن ورځې په نيمه پايلوبه کې دواړو لوبډلو ډېره ښه لوبه وکړه کومه چې د کتلو قابله وه، هغوی په ښه لوبه لوبغاړو ته جایزې ورکړي او ددوی ستاینه ی وکړه.

Leave a reply