زلمی خلیلزاد: طالبانو سره د تعامل نۀ کول به نړۍ ته پۀ لوړ قیمت پرېوزي

زلمی خلیلزاد: طالبانو سره د تعامل نۀ کول به نړۍ ته پۀ لوړ قیمت پرېوزي
هغه د خپلو خبرو پر دوام په افغانستان کې بشري وضعیت اندېښمنونکی بللی دی او زیاته کړې یې ده چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې یوازینۍ لار له طالبانو سره تعامل دی او که داسې ونه شي نو تر دې د بد وضعیت تجربه هم له امکانه لرې نه ده.
(2021 / 12 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې که چېرته نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي نو تر ټولو ستره بیه به پرې کړي.
نوموړي په خپله تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې که چېرته افغانستان یو ځل بیا سقوط وکړي نو مسوولیت به یې د هغوی پر غاړه وي چې طالبانو سره تعامل ته غاړه نه ږدي.
خلیلزاد دغه راز څرګنده کړې ده چې جوبایډن هم د ټرمپ په څېر نه غوښتل چې له افغانستانه د سرتېرو ایستل په شرایطو پورې وتړي.
اړوند موضوعات:
د ووډ وېلسن څېړنیز مرکز وايي چې امریکا او ملګري دې ډېر ژر لۀ طالبانو سره تعامل وکړي