ټرمپ په کابل هوايي ډګر برید یوه تراژیدي بللې
ټرمپ په کابل هوايي ډګر برید یوه تراژیدي بللې
ټرمپ په کابل تر هوايي برید وروسته ویلي چې دې برید ته باید هېڅ وخت اجازه نه وای ورکړل شوې.
(2021 / 8 / 27 نېټه باغي ټلویزیړن)
د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ د کابل هوايي ډګر باندې تر برید وروسته یاد برید یوه تراژیدي بللې او ویلي یې دي چې دې برید ته باید هېڅ وخت اجازه نه وای ورکړل شوې، نوموړي همداراز د بایډن اداره ضعیفه ګڼلې او ویلي یې دي چې بایډن ندی توانېدلی له افغانستان څخه تخلیه په ښه ډول مدیریت کړې.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم ټرمپ ویلي ؤ چې د بایډن ضعیف مدیریت امریکا په افغانستان کې ناکامه او له نړیوال شرم سره مخ کړه.