بایډن: کابل هوايي ډګر کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو غچ اخلم
بایډن: کابل هوايي ډګر کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو غچ اخلم
بایډن ویلي پر کابل هوايي ډګر باندې د داعش حمله کې ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
2021/ 8 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا ولسمشر جو بایډن د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د دیارلس تنو امریکایي سرتیرو له وژل کیدو وروسته ویلي چې د برید غچ به له داعش واخلي، بایډن ویلي طالبانو ورسره ژمنه کړې چې د پاتې امریکایانو او د هغو د همکارانو په را ایستلو کې به د اګست تر ۳۱ ورسره مرسته کوي، بایډن ویلي له جولای راهیسې تر اوسه د ټولو را ایستل کیدونکو شمیر تر سل زره کسانو اوښتی دی.
په کابل هوايي ډګر یاده چاودنه په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې په مسلسل ډول د امریکا سفارت په کابل هوايي ډګر د داعش د حملې خبر ورکړی ؤ.