متقاعد امریکایي قوماندان:  امریکا باید په افغانستان کې پر خپلې ماتې اعتراف وکړي

0
87

متقاعد امریکایي قوماندان:  امریکا باید په افغانستان کې پر خپلې ماتې اعتراف وکړي

واشنګټن پوسټ ورځ پاڼې د یوۀ متقاعد جنرال له قوله لیکي چې امریکا افغانستان کې ماته خوړلې او خپله ماته باید ومني.

 

(2021 / 8 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغه امریکایي متقاعد قومندان له قوله چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې ده ویلي چې که څه هم ده خپله په افغانستان کې جګړه کړې ده خو زیاتوي چې متحده ایالات باید پر خپله ماتې اعتراف وکړي. هغه ویلي چې امریکایي چارواکي دې د افغانستان له جګړې زده کړه وکړي. نوموړي څرګنده کړې چې د امریکا حکومت باید له افغانستان څخه د خپلو وروستیو عسکرو د خوندي ایستلو لپاره دغه هېواد ته نور ځواکونه لېږلي وای خو اوس چې وخت کم پاتې دی، د بایډن ادارې ته په کار ده چې د یو څرګند پلان له مخې د امریکایي پوځیانو او افغان همکارانو د ایستلو لپاره بیړني اقدامات وکړي.

Leave a reply