کابل هوايي ډګر ته نیږدې چاودنه شوې

0
212

کابل هوايي ډګر ته نیږدې چاودنه شوې

د امریکا دفاع وزارت تائیدوي چې کابل هوايي ډګر ته نیږدې چاودنه شوې ده.

 

(2021 / 8 / 26 نېټه باغي ټلویزون)

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کریبي تائیدوي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نیږدې چاودنه رامنځته شوې او تلفات هم لري.

کریبي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې چاودنه مرګ ژوبله هم لري خو تر اوسه یې د شمېر په اړه کره معلومات نشته.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت خبر ورکړی ؤ چې داعش ډله په کابل هوايي ډګر باندې د حملې قصد لري.

Leave a reply