په جمرود کې ځای مشرانو د بلدیاتي ټاکنو په اړه یوه پریکړه کړې ده

0
235

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې د بلدیاتي ټاکنو په اړه د ځای مشرانو له لوري د حاجي ياسين شاه حجره په غړیزه سیمه کې د تورخېلو قوم ذیلي شاخ نورمحمد خېلو لويه جرګه ترسره شوه، په دې جرګه کې د بلدیاتي ټاکنو په اړه یوه اهمه پریکړه وکړه.

مشرانو په متفقه توګه د جميعت علمائے اسلام ف تحصيل جمرود د چيئرمېن شپ لپاره نامزد امیدوار مولانا سعيد خان په اتفاق سره د کامیابولو فیصله وکړه او مولانا سعید خان سره ی د د هر قسمه تعاون او ملاتړ اعلان وکړه.
د یادونې د چې نن په جمرود کې یو شمیر دیني عالمانو هم د مولانا سعید خان د ملاتړ اعلان کړې دی او ویلي ی دي چې مونږ به په اتفاق سره د تحصیل چیرمین لپاره د جمعیت علمای اسلام ف امیدوار کامیاب کړو.

Leave a reply