د پيښور بي آرټي سسټم بسونو ستاینه شوې ده

0
220

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور کې د د بي آر ټي بس سروس په ډیرو ښو ټکو کې د بیله بیلو خلقو له لوري ستاینه شوي ده او د بس دغه سروس ی ډیر خوښ کړي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی په ټولنیزو رسنیو په یو بیان کې وایی چې دې سروس نه روزانه په لکونه خلق ګټه اخلی او په دې بس سروس کې سفر کوي. په بیان کې وایی چې د بي آر ټي سروس د پيښور د معذوره خلقو نه علاوه ددې ښار عام خلق هم ډيره ستاينه کوي۔
په بیان کې زیاتوي چې هره ورځ له دوه لکو څخه زیات خلق په دې کې سفر کوي او دې نوي سفری سهولت نه ګټه پورته کوي.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د عام اولس منلو ته په پام سره په سروس کښې د نورو بسونو او فيډر روټونو اضافه کولو هدايات هم کړي دي.

Leave a reply