د ترهګري نه متاثره د وادي تیرا متاثرینو لپاره خیبر سیاسي اتحاد احتجاجي مظاهره کړې ده

0
178

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر تحصیل تاریخي باب خیبر سره د جمرود آل پوليټيکل الائنس مشرانو زرغون شاه آفريدي، منظور آفريدي، حاجي محمد امين، ملک زينه ګل او نورو په شمول د تیرا وادي متاثرینو سره احتجاجي مظاهره وکړه او غوښتنه ی وکړه چې د تیرا متاثرینو غوښتنې دې و منل شي.

احتجاج کوونکو د وادي تیرا د متاثریینو سروې بیا پیل کولو، د وادي تیرا نه بې کوره شوو د بېرته راستنېدو د پروسې د چټکتيا، د نورو بېځايه شويو او بې کوره شویو کسانو په څېر د وادي تیرا بې کوره شوو خلقو ته هم بشري مرستې او امدادي پیکج هم ورکړې شي.
د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو په بلدياتي انتخاباتو کې له ولاړو امیدوارانو څخه غوښتنه وکړه چې په خپل منشور کې دې د تیرا نه بې ځايه شوو ته لمړى ځاى ورکړي او د تیرا نه بې ځايه شویو خلقو ته دحقوقو په ورکولو کې له مونږ سره ودريږي، مشرانو زیاته کړه چې د تیرا متاثرینو او بې ځايه شويو ته حق ورکول زمونږ د ټولو ذمه واري ده.

Leave a reply