طالبانو په کابل کښې خبریالان وهلي

0
80

باغي ټي وي رپورټ
د کابل نه خپاره شوې رپورټونه وای چې په پایه تخت کابل کښې د طلوع نیوز دوه خبریالان طالبانو وهلي او کیمره او موبایل ی ترېنه په قبضه کښې اخستي دي.

د رپورټ مطابق د طلوع نیوز خبریال زیار یاد او دده کیمره مین په کابل ښار کښې په بې روزګاره خلقو رپورټ جوړول او د مزدورانو سره ی انټرویو کوله چې د طالبانو له خوا اووهل شول . د خبریالانو مطابق دوی نه ی کیمرې او موبایل هم وړي دي.
د خبریالانو د سازمان مشر د طالبانو نه غوښتنه کړې چې دوی دې میډیا کارکنان سپورټ کړي او په دوی دې زور زیاتۍ نه کوي.

Leave a reply