د کال ۱۹۷۱ په پیښه :کهیل کهیل مې: یو ښه فلم جوړ کړې دې: فواد چوهدري

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر چوهدري فواد حسین په یو بیان کې ویلي دي چې د کال ۱۹۷۱ د سانحې په اړه فضا علی په فلم :کهیل کهیل مې: یو ډیر ښه رول لوبولې دې.
چوهدري فواد حسین اوویل چې په دې پیښه باندې ډیر کار شوې دې او ددې وسني فلم کې دا پیښه په ډیره ښه توګه ښکاره کړې شوې ده. هغه اوویل چې د سقوط ډهاکه په نتیجه کې یو انساني المیه او بحران پیدا شوې وو او په دې ډیر کار شوې دې ، د نهې په ورځ چوهدري فواد حسین په یو ټویټ کې ددې فلم جوړونکو ټولو غړیو ته په ښه فلم جوړولو مبارکي وړاندې کړې .
هغه زیاته کړې چې دې فلم جوړونکو په دې موضوع ډیر ښه کار کړې دي او باید چې دا فلم ټول اوګوري.





