باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم ځای اهلکارو مطابق روزانه په زرګونو شمیر کې افغانان د پاکستان څخه افغانستان ته داخلیږي او د افغانستان نه هم په زیات شمیر کې افغان مریضان او نور عام وګړي پاکستان د رادخلیږي.
په تورخم کې د چاوراکو مطابق پرون په ۲۹ نومبر د پاکستان نه ۲۵۹۳ په شمیر کې افغانان افغانستان ته داخل شي او هم دغه شان د افغانستان نه هم ۴۰۲۵ شمیر کې افغانان پاکستان ته راداخل شوي.
د یادونې ده چې د میی کال ۲۰۲۱ نه په پاک افغان پوله تورخم د کورونا مرض د مخنیوي لپاره سفري بندیزونه لګیدلي وو خو تیره میاشت بیا د پاکستان د حکومت له اړخه دا بندیزونه لرې کړې شول او وس افغانان کولې شي د تورخم له لارې پاکستان ته راداخل شي.
د افغانستان اولس د پاکستان دې پریکړې ستاینه کړې ده ، خو بل طرف په تورخم پوله سرچینې وایی چې د امیګریشن اهلکار په کم تعداد کې دي چې له وجهې ی وس هم د مسافرو په پاسپورټونه او نور چیکنګ باندې زیات وخت خرچ کیږي چې له وجهې افغان مریضان او زنانه د ستونزو سر مخ کیږي، ځای اولس او افغانان د حکومت نه غوښتنه کوي چې په تورخم دې د امیګریشن عمله زیاته کړې شي چې مسافرو ته سهولت او اسانیتاوې ورکړي شي او دوی په تورخم پوله په سهول سره خپل هیواد ته سفر وکړي.
په تورخم بارډر روزانه په زرګونو افغانان افغانستان داخلیږي










Leave a Reply