اوچا پۀ اقغانستان کې یو ځل بیا د ستر ناورین خبر ورکړی دی 

0
76

اوچا پۀ اقغانستان کې یو ځل بیا د ستر ناورین خبر ورکړی دی 

ملګرو ملتونو ویلي چې که په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره پر وخت اقدام ونه شي نو د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین به په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې رامنځ ته شي.

 

(2021 / 11 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین د رامنځ  ته کېدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو یې د یو وخت ډوډۍ په پیدا کولو پورې حیران دی. سرچینه همدا راز وایي چې په افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو یو یې په خوارځواکۍ اخته شوی دی.

اړوند موضوعات: 

ګارډین ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان کې بشري ناورین د پراخېدو پۀ حال کې ده   

اوچا وايي نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې پر وخت له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي او په دې توګه ددغه ناورین د پراختیا مخنیوی وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي چې که په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره پر وخت اقدام ونه شي نو د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین به په راتلونکو میاشتو کې په افغانستان کې رامنځ ته شي.

Leave a reply