په چارسده کې د قرآن سوځولو بده پیښه، وزیراعلی د لوړپوړه چارواکو سره مهمه غونډه کړې

0
101

باغي ټي وي رپورټ
د شورو په ورځ د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ کښې د امن او امان صورتحال په اړه د اعليٰ سطحي غونډه شوې چې پکښې د صوبې په مجموعي امن او امان صورتحال په خاصه توګه د چارسدې ضلعې په مندني سيمه کښې د رامخې ته شوې پیښې په اړه غور وشو۔ پرون د پروژې مختلف اړخونه په تفصیل سره وڅیړل شول.

د غونډې برخه والو ته د پولیسو لوړ پوړو چارواکو لخوا د پیښې له امله رامینځته شوي وضعیت کنټرولولو لپاره د پولیسو لخوا د ترسره شوي ګامونو په اړه معلومات ورکړل شول. غونډه كښې چيف سېكتر شهزاد خان بنګش، انسپکټر جنرل آف پوليس معظم جاه انصاري، اېډيشنل چيف سېكتر شهاب علي شاه، د وزيراعلې پرنسپل سېكتر امجد علي خان، د كورنيو چارو سېكتر اکرام اے خان او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔
غونډې ته په چارسده کې د رامنځته شوې بدمرغه پېښې په اړه بريفنګ ورکولو سره وئيل شوي چې په سيمه کې د قرآن پاک د بې حرمتۍ د ادعا شوې پېښې وروستو قهرجنو خلکو د پوليسو يو مرکز ، دفتري ریکارډ په شمول بېلابېلې پوستې سوځولي دي .

په دې موقع وزيراعلي ووئيل د قرآن كريم بې حرمتي ډېره غمجنه پېښه ده او چا چې د قرآن كريم بې حرمتي وكړه هغه ته به د قانون مطابق سخته سزا وركړې شي۔ نوموړي زیاته کړه، د هغو کسانو پر وړاندې به جدي چلند وشي چې حکومتي رټ چیلنج کوي او دوی سره به سخت قانوني چلندي وشي.

Leave a reply