افغانستان کې د ملګری ملتونه او نور مرستندویه ادراې ډیرو چیلنجونو سره مخ دي: یونیسیف

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په اړه د ملګري ملتونو یونیسیف ادارې په یو بیان کې ویلي دي چې په افغانستان کې ملګري ملتونو ادارې او یو شمیر نور د بشري مرستو مرستندویه ادارې د یو شمیر ستونزو سره مخ دي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق د بین المللی خبري رسنې ډي ډبلیو سره په خبرو کې د یونیسیف مشرې سمانتها مورټ اوویل چې د یونیسیف سره سره په افغانستان کې نورې مرستندویه ادراې یو شمیر چیلنجونو او ستونز سره مخ دي.
هغې ووئيل چې يونيسېف د چارټر پروازونو د لارې د پاكستان څخه افغانستان ته مرسته رسوي خو ورځ په ورځ یخني زیاتیږي چې له و جهې ی ځای اولس سره سره دې مرستندویه ادارو ته هم ستونزي زیاتیږي، هغې زیاته کړه چې په غرونو واوره ورېږي نو بیا كليوالو سيمو ته دا مرسته رسول ډیر مشكل شي. هغې ووئيل چې په افغانستان كښې د غربت كچه د حد نه زياته شوې ده.
په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د خوراک او كركيلې ادارې استازي رچرډ ټرينچرډ هم په یو بیان کې خبردارې وركړې دې چې په افغانستان کې صورتحال د مايوسې دے او اندیښنې وړ دې ، هغه زیاتوي چې د پرېشانې خبره دا ده چې په افغانستان کې حالات نور هم په خرابیدو دي.






