د ا.ا.ا د شیعه مذهبو د حقوقو د څېړلو کمیسیون جوړ کړی دی

د ا.ا.ا د شیعه مذهبو د حقوقو د څېړلو کمیسیون جوړ کړی دی
د طالبانو رسنیو په وروستیو ورځو کې د طالب چارواکو او شیعه مشرانو ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی. مولوي عبدالکبیر؛ د دغو ناستو په لړ کې د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال لومړي وزیر وویل چې افغانستان د ټولو توکمونو ګډ کور دی او «د اسلامي امارت غیږه د ټولو پر مخ خلاصه ده».
(2021 / 11 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسلامي امارت چارواکي وايي، د «شیعه ګانو د حقونو د څیړلو» لپاره یې یو کمیسیون جوړ کړی دی.
قاري حافظ ذاکرالله؛ یوه طالب چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط انډپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي، دغه کمیسیون چې د شیعه ګانو د حقونو د کمیسیون تر چتر لاندې جوړ شوی، د طالبانو د مشرانو له خوا په افغانستان کې د شیعه ګانو د سیاسي وضعیت او مدني حقونو په اړه پریکړه کوي.
هغه زیاته کړه، د دې ادارې جوړښت او فعالیتونه به ډېر ژر په رسمي ډول اعلان شي. قاري حافظ ذاکرالله پخپله د دې کمیسیون مشر دی.
هغه زیاته کړه: «یوه میاشت وړاندې مو په افغانستان کې د شیعه ګانو له نفوذ لرونکو کسانو او استازو سره خبرې پیل کړې او هڅه مو وکړه چې هغوی ټول له اسلامي امارت سره بیعت وکړي او بیا په حکومت کې د خپل موقف په اړه پرېکړه وکړي.
اړوند موضوعات:
رهبر ایران: حضور مسوولان کنونی افغانستان در مساجد شیعیان راه جلوگیری از حمله است
د طالبانو رسنیو په وروستیو ورځو کې د طالب چارواکو او شیعه مشرانو ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی. مولوي عبدالکبیر؛ د دغو ناستو په لړ کې د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال لومړي وزیر وویل چې افغانستان د ټولو توکمونو ګډ کور دی او «د اسلامي امارت غیږه د ټولو پر مخ خلاصه ده».
هغه وویل چې طالبان هڅه کوي چې “باثباته افغانانو ته خدمت وکړي”.
خو طالبانو یو داسې حکومت جوړ کړی چې غړي یې ټول طالبان او اکثره یې پښتانه دي او په افغانستان کې نورو توکمونو په ځانګړې توګه هزاره شیعه ګانو ته هیڅ ځای نه دی ورکړل شوی.



