طالبان: کرزی او عبدالله ندي بې کوره شوي

0
77

طالبان: کرزی او عبدالله ندي بې کوره شوي

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون ویلي چې کرزی او عبدالله له کوره ندي ویستل شوي.

 

(2021 / 8 / 26 نېټه باغي ټلویزون)

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال هغه ګونګوسې رد کړې چې ګواکې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د ملي مصالحې رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له کور نه ویستل شوي او باډیګاردان ورڅخه اخستل شوي .

د یاد کمیسیون مرستیال حمدالله وثیق ویلي چې ډاکټر عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی پخپل کور کې دي او هېڅ ډول ستونزه نده ورته جوړه شوې، ښاغلي وثیق زیاته کړې چې د نوموړو د امنیت لا خوندي ساتلو په موخه اضافي عسکر ورکړل شوي ؛ خو عسکر ندي ترې اخستل شوي.

ښاغلی وثیق دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر خلکو ادعا کړې چې ښاغلی کرزی او ډاکټر عبدالله له کوره ایستل شوي او ساتونکي ورڅخه اخستل شوي دي.

Leave a reply