د امریکا خزانې وزارت؛ پر طالبانو د لګول شويو بندیزونو لرې کیدو ارزونه پیل کړې

0
56

د امریکا خزانې وزارت؛ پر طالبانو د لګول شويو بندیزونو لرې کیدو ارزونه پیل کړې

د امریکا خزانې وزارت د بشري چارو او مرستندویه سازمانونو ته په افغانستان کې د فعالیت لپاره شین څراغ ورکړی دی.

 

(2021 / 8 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا خزانې وزارت د بشري چارو او مرستندویه سازمانونو ته په افغانستان کې د فعالیت لپاره شین څراغ ورکړی دی. راپور د امریکایي چارواکو په حواله ویلي چې یادې ادارې، اجازه ورکړې ده چې مرستندویه سازمانونه دې له افغانستان سره بشري او نورو مرستو ته دوام ورکړي او دغه راز دې پر طالبانو لګول شوي بندیزونه هم وارزوي. د امریکا خزانې وزارت ویلي چې دا پرېکړه یې په افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو کړې ده. دغه وزارت ویلي چې که چېرته د بشري مرستو چمتو کوونکې ادارې خپل فعالیتونه پیل نه کړي نو ممکن افغانستان له ستر بشري او اقتصادي بحران سره مخ شي. د یادونې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د سپټمبر تر پیښې وروسته القاعده ډلې ته د پناه ورکولو په جرم پر طالبانو یو لړ بندیزونه ولګول او مرستندویه ادارې یې له دغې ډلې سره له مرستو منع کړې خو اوس د امریکا خزانې وزارت ویلي چې دا بندیزونه دې وارزول شي او د ناورین مخنیوي لپاره دې له افغانستان سره بشري مرستې وشي.

Leave a reply