په پیښور کې نن انډر ۲۱ لوبې پیل کیږي

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پیښور په قیوم سپورټس کمپلیکس کې د ۲۱ یوویشت کالو نه کم لوبغاړو لوبې پیل کیږي، د سپورټس ادارې دفتر مطابق په دې لوبو کې کم اوزیات څه ۵۰۰۰ پینځه زره لوبغاړو حصله اخلي.
د ضلع خیبر یود سپورټ دفتر یو اهلکار مطابق په دې لوبو کې د ضم قبایلي سیمو لوبغاړي هم برخه اخلي، هغه زیاته کړه چې د ضلع خیبر څه ۱۵۰ لوبغاړي په دې لوبو کې برخه اخلی او ددې لوبغاړو ټاکنو په میرټ باندې شوې ده.
پرون په قیوم سپورټس کمپلیکس پیښور کې په دې لوبې کو برخه اخستونکو ته د لوبو سامان او د خوراک او د ټرانسپورټ خرچ هم ورکړې شو، د خیبر پښتونخوا د بیله بیلو ضلعو او د قبایلي سیمو نه راغلیو لوبغاړو د خیبرپښتونخوا د ډاریکټوریټ سپورټس جنرل څخه مننه وکړه چې دې صوبې او د قبایلي سیمو لوبغاړو لپاره ی د لوبو دې لوی ټورنامنټ او میلې تابیا کړې ده.
د لوبو رسمي پرانسته به د صوبې وزیراعلی محمود خان کوي.






