د سخت دریزه حکومت کولو اراده نه لرو : مولا عبدالسلام ضعیف

0
112

باغي ټي وي رپورټ
په پاکستان کښې د امارت اسلامی پخوانۍ سفیر مولا عبدالسلام ضعیف بي بي سي سره په یو انټریو کښې ویلي دې چې طالبان د هغه زوړ وخت او سخت دریز حکومت کولو اراده نه لري.

نوموړی اوویل چې په افغانستان کښې خلق خوشحالي دي، ښځو ته تعلیم حاصلولو او کار کولو اجازت دې نو دې لپاره دې خلق طالبان نه بدناموي.
نوموړي اوویل چې د طالبانو خلاف کوریج کول هم د طالبانو خلاف یو سازش دې، دوی اوویل چې د طالبانو دا تصور وړاندې کول چې طالبان بد او خراب خلق دي و د طالبانو بدنامولو یو سازش دې.
نوموړي اوویل چې کله چې په کابل کښې د خلقو نه پښتنه کوم نو وای دوی خوشحاله دي، طالبانو ټول خلق معاف کړي او تردې پورې چې طالبان د هوای ډګر ته د تلو نه هغه خلق نه منع کوی چې د ملک نه په قانوني توګه ځي.

Leave a reply