په ضلع خیبر لنډیکوتل کې د بلدیاتي ټاکنو لپاره کمپاین زور اخستې دې
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په درې تحصیلونو باړه، جمرود او لنډیکوتل کې د را روان بلدیاتي ټاکنو لپاره ددې تحصیلونو د چیرمین او نورو څوکیو لپاره امیدوارانو کپماین له زور ورکړې دې او حجره په حجره او کلي په کلي ی د ووټ اخستلو لپاره مهم پیل کړې دې.
هم دې کمپاین په سلسله کې د پاکستان تحريک انصاف د تحصيل چئیرمین څوکۍ لپاره امیدوار عدنان خان او د ویلج کونسل خېبر لپاره نامزد امیدوار انعام لله د بلدیاتی انتخاباتو په اړه خیبر نور خیل اعظم خیل کښې د پی ټی آئي سینئیر مشر حضرت الله آفریدی د کلي په حجره کې غونډه وکړه.
په دې موقع د پارټۍ مشران ضرب الله عرف حاجي بابا، حاجي عظمت، وقار احمد مبین خان، جمشید خان، واجد علي او نور هم موجود وو.
حاجي طهماش اپريدي، حاجي بسم الله خان، رحمان الله، صحبت خان، نورتاج او نورو مشرانو او ځوانانو د عدنان خان او انعام الله اپريدي بشپړ ملاتړ اعلان کړو او په ټاکنو کې د ورسره د پوره پوره حمایت اعلان وکړو.
د لنډیکوتل د چیرمین څوکۍ لپاره کاندید عدنان خان او د جنرل کونسلر لپاره امیدوار انعام الله د کلي له مشرانو او ځوانانو ځانګړې مننه وکړه او دوی سره ی ژمنه وکړه چې ددوی ستونز به په څانګړې توګه د هوارولو ځلې ځلې پیل کړو. دوی د حکومت څخه هم مننه وکړه چې په قبایلي سیمو کې په اول ځل د بلدیاتي ټاکنو کولو پریکړه کړې ده، دوی زیاته کړې چې د بلدیاتي ټاکنو سره به په دې سیمو کې په ډیره ښه توګه پرمختایی کارونه پیل شي او دا سیمې به ښه ترقي وکړي.