افغانستان نه د خلقو د ویستلو په لړ کښې د اسرایل مرستې: د اسرایلي اخبار انکشاف

0
75

باغي ټي وي رپورټ
د کابل نه چاپ شوي یو میدیا رپورټ مطابق دې هیواد نه د افغانانو د ویستلو په لړ کښې د اسرایل حکومت مرستي کوي چې افغانان ددې هیواد نه بهر ملکونو ته بوځي
.

دا خبر په اسرایل اخبار یروشلم پوسټ کښې چاپ شوي چې پکښې انکشاف شوې چې داسرایل حکومت وای مونږ د امریکه سره په رابطه کښي یو چې د کابل هوای ډګر نه د انسانی حقونو د سازمان او نورکسان د طالبانو د ممکنه حملو نه بچ کړو او بهر هیوادونو ته ی ورسوو.
د ا مرستې د اسریل تنظیم شایی کوی چې په امریکه کښې رجسټر دې او صدر دفتر ی په اسرایل کښې دې.ددې تنظیم مشر چارمین هیډنګ اسرایلي اخبار ته ویلي چې دوی د امریکا فوځیانو سره رابطه کښې دي چې د حامد کرزي هوای ډګر نه د خلقو د وتلو په مد کښې مرستۍ وکړي.

Leave a reply