ډاکټر عارف علوي ایران سره دوه اړخیز تجارت ته وده ورکول باندې زور ورکړې دي

0
227

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان صدر ډاكټر عارف علوي د اتوار په ورځ د پاکستان او ایران ترمینځ د دوه اړخیزه تجارت ته وده ورکولو لپاره په ښه او فعال میکانیزم جوړولو او ددې میکانیزم په جاري ساتلو او ددې په اهميت تاكيد زور ورکړې دې، صدر پاکستان د بارټر ټرېډ یعني د یو تجارتی توکي په بدله بل تجارتي توکې ورکولو په ميكانيزم هم زور راوړو چې باید چې د پاکستان او ایران ترمینځ دا تجارت هم وده ومومي ، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې دداسې میکانیزم راوړلو سره به د پاکستان او ایران تجارت ډیره وده وکړي او د پاکستان او ایران قومي خزانو ته به ډیره ګټه ورسي.

د اې پي پي رپورټ مطابق صدر پاکستان د ۱۵ پینځلسم اي سي او(اقتصادي همکارۍ سازمان) غونډه چې په ترکمانستان عشق آباد کې جوړه شوې وه ، ددې غوندې ترڅنګ د ایران صدر سید ابراهیم ریسی سره هم یوه مهم ملاقات وکړو او د پاکستان او ایران او په دې منطقه کې راپیښې مهمو مسلو ی هم سره ټینګار وکړو.
په دې موقع ډاکټرعارف علوي د ایران صدر ته په ټاکنو کې د بریا ترلاسه کولو او د ایران د اولس مشر په توګه ټاکلو مبارکه هم وکړه.
په دې موقع د پاکستان اولس مشر د ایران صدر ته په ډاګه کړه چې پاکستان ایران د یو ښه مسلمان ګاونډی هیواد په توګه پیژنی او ښې اړیکې ورسره لری په دې بنیاد چې د پاکستان او ایران ترمینځ مضبوطې مذهبي، تاریخي او کلتوري اړیکې دي.
د دواړو ګاونډی هیوادونو مشرانو په دې د ایران او پاکستان د لوړپوړه چارواکو ترمینځ اړیکو ساتلو او همکاري کول باندې د اطمینان او خوښې څرګندونه وکړه.

Leave a reply