د خوګا خیل قوم د تورخم ستونزې په اړه یو لویه جرګه وشوه
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې په پیښور او تورخم لویه لار د خوګا خیل قبیلې مشرانو یوه لویه جرګه وشوه، په دې جرګه کې د خوګاخیل قبیلي یو شمیر مخور مشرانو ګډون وکړو او د تورخم د زمکې په ستونزه ی ټینګار وکړو.
د خوګا خیل قوم مشرانو مفتی محمد اعجاز شینواری، معراج الدین شینواری. ملک طاهر ملک تاج الدین شینواری، لطف اللہ شینواری، زکریا شینواری، عالم شیر شینواری، کلیم اللہ شینواری او ذولفقار شینواری په دې جرګه کې موجود وو.
په جرګه کې شریکو کسانو ته مفتی محمد اعجاز شینواری په خپله وینا کې اوویل چې د تورخم په زمکه شوې د ۳۰۰ کناله زمکې معاهده دې این ایل سي اداره د خوګا خیل قوم سره یقیني کړي او په دې عمل وکړي، هغه زیاته کړه چې د ایل سي واله دې ددې معاهدې خلاف ورزی نه کوي.
مشرانو اوویل او د سیکټر کمانډر فرنټیر کور، کمانډنټ خیبر رایفلز کرنیل رضوان نذیر ، ډپټي کمشنر منصور ارشد او نور لوړ پوړو چارواکو نه ی غوښتنه وکړه چې د این ایل سی سره دې زمونږ ستونزه هوار کړي او دوی سره دې معاهده وکړه.
مشرانو ګواښ ورکړو چې که په یوه اونۍ کې این ایل سی واله په تورخم کې د خوګا خیل قوم په اضافي زمکه کار بند نه کړو نو دوی په د طاقت په استعمال دا کار بند کړي.