په کابل کښې دوکانونه او هوټلونه پرانستل شوي

0
84

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کښې د ۱۵ اګسټ نه پس وس داسې ښکاري چې ډیر دوکانونه او د خوراک څښاک هوټلونه پرانستل شوي او خلق څه حده پورې مطمین دي چې خپل ژوند شروع کړي.

د کابل نه څه دوستانو باغي ټي وي سره د کابل ښار تصویرونه شریک کړي چې پکښې ښکاري چې خلق کار روزګار کوي، په بازار کښې ښځې هم ښکاری چې د خپل ضرورت لپاره بازار ته را وتلي دي.
ولې بل طرف د کابل خلق وای چې ترڅو په کابل کښې لوی بانکونه او لوی لوی سوداګریز مارکیټونه نه وي پرانستې نو ددې ښار خلق به په ډار کښې وي.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د امارت اسلامی یو مشر په خپل ټویټر د ښځینه زده کوونکو یو عکس هم خپور کړې وو چې پکښې ښکارې چې جونه زده کوونکۍ سکول ته ننوځي.

Leave a reply