شمالي وزیرستان کې ترهګرو برید کړې، دوه پاکستاني سرتیري شهیدان شوي

0
96

باغي ټي وي رپورټ
د قبایلي سمیې او د پاک افغان بارډر سره نزدې سیمې شمالي وزیرستان کې ترهګرو په یو پوسته برید کړې ، د آیی ایس پي آر رپورټ مطابق دوه پاکستان سرتیري شهیدان شوي دي.

د آیی ایس پی آر رپورټ مطابق د شمالي وزیرستان په دته خیل سیمه کې ترهګرو د پاکستان امنیتي ځواک په یو پوسته برید وکړو ، په پوسته کې موجود سرتیرو دوی ته ځواب ورکړو خو د ترهرګرو سره په ډزو کې دوه پاکستان سرتیري نیک محمد او لانس نایک عارف شهیدان شول.
د فوځ ویانده ادارې بیان مطابق په سیمه کې عملیات پیل شوي دې چې په دې برید کې ککړ ترهګر ونیول شي. د یادونې ده چې وسه پورې کوم ګروپ ددې برید ذمه واري په خپل غاړه نه ده اخستې .

Leave a reply