چین: افغانستان سره دوستانه همکاریو ته وده ورکوو

0
111

چین: افغانستان سره دوستانه همکاریو ته وده ورکوو

چین وايي د افغانستان په اړه زموږ تګلاره روښانه ده جین د افغانستان ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته پوره درناوی لري.

 

(2021/ 8 /  26 نېټه باغي ټلویزیړن)

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند واګ ون‌بین پرون د طالب مشرانو او د چین د سفیر د لیدنې جزیات وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده چې په یاده لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ګټورې خبرې شوې دي. هغه ویلي چې د افغانستان په اړه د دوی تګلاره څرګنده ده، چین د افغانستان ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته پوره درناوی لري او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د بهرنیو مداخلو مخالفت کوي. نوموړي څرګنده کړې چې دوی د افغانانو پرېکړو ته درناوی لري او غواړي چې د افغانستان برخلیک په خپله د افغانانو له لوري وټاکل شي. هغه ټینګار کړی دی چې چین به د یو ګاونډي په توګه له افغانستان سره خپلو دوستانه همکاریو ته وده ورکړي او په دغه هېواد کې به د سولې او بیا رغونې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

Leave a reply