په کابل ارګ کښې د امارت اسلامي وړومبۍ غونډه

0
86

باغي ټي وي رپورټ
د پایه تخت کابل نه چاپ شوي یو رپورټ مطابق د کابل په ارګ مرمرینه مانړۍ کښې د افغانستان اسلامی امارت وړمبنۍ غونډه تابیا شوې وه په کومه کښې چې د امارت اسلامی مشر تابه غړي او ریسان په غونډه کښې شرکت کوونکو ته ور اوپیژندل شول.

د میډیا رپورټ مطابق په کابل د کنټرول لاس ته راوړلو نه پس دا د امارت اسلامی په ارګ کښې اوله غونډه ده چې ترسره شو. دا غونډه د امارت اسلامي د مشرتابه دفتر مرستیال شیخ الحدیث نورالحق انور په مشري کښې د ارګ په مرمرینه مانړۍ کښې ترسره شوه.

یاده دې وی چې په دې غونډه کښې د چارو د ادارۍ مرستیال شیخ نور الحق انور ترڅنګ په دې غونډه کښې هم ددې ادارې د مخکینو او اوسنیو ریسانو، مرستیالانو او نورو مامورینو شرکت وکړو.

Leave a reply